شپږ میلیونه افغانان په هیواد کښې دننه کډه په سر دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113376-شپږ_میلیونه_افغانان_په_هیواد_کښې_دننه_کډه_په_سر_دي
د کډوالو د نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان په هیواد د ننه بې ځایه شوي دي او د روان اقتصادي وضعیت له امله ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2022 08:13 Asia/Kabul
  • شپږ میلیونه افغانان په هیواد کښې دننه کډه په سر دي

د کډوالو د نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان په هیواد د ننه بې ځایه شوي دي او د روان اقتصادي وضعیت له امله ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي

د کډوالو د نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان په هیواد د ننه بې ځایه شوي دي او د روان اقتصادي وضعیت له امله ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي

دغه اداره وایي چې زیاتره خلک د اوچکالۍ، اقتصادي ستونزو او جګړو له امله بېځایه شوي وو. د کډوالو نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۳ میلیونه کسان په افغانستان کې بېځایه شوي وو او د دې کډوالي ستره برخه د جګړو له امله رامنځ ته شوې ده.

د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په تېرو یوولسو کلونو کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي دي. سرچینه کاږي چې د افغانستان زیاتره کډوال ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.