جاوېد بشارت خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113394-جاوېد_بشارت_خپل_امریکایي_سیال_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوېد بشارت پرون په «یو، اف، سي» سازمان کې خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2022 12:06 Asia/Kabul
  • جاوېد بشارت خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوېد بشارت پرون په «یو، اف، سي» سازمان کې خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

دا لوبه تیره شپه ناوخته ترسره شوې چې افغان لوبغاړي جاوېد بشارت په دویم راونډ کې خپل امریکایي سیال مات کړی دی.

دا په دغه سازمان کې د جاوېد بشارت لومړۍ لوبه وه.

نوموړی دریم افغان لوبغاړی دی چې په «یو، اف، سي» سازمان کې ګډون او لوبې کوي.

له دې وړاندې نصرت حقپرست او بل افغان لوبغاړي بهادرزاده په یاد سازمان کې لوبې ترسره کړې دي.