د افغانستان په ۲۴ولایتونو کښې د شري د وېکسینو ورکړه پیل شوه
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان اداره د هېواد په ۲۴ولایتونو کې د سرخکان یا شیري ناروغۍ د واکسین پیلېدو خبر ورکوي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه واکسین پر مهال به په یادو ولایتونو کې ۱.۲ میلیونه تر پنځه کلنۍ کښته ماشومان واکسین شي.
سرچینه زیاتوي چې د واکسینو دا کمپاین به د مارچ میاشتې تر ۱۷مې دوام وکړي.
دا واکسین په میدان وردک، بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپیسا، خوست، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې پیل شوی دی.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ادارې له کورنیو غوښتي چې له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خلاصون لپاره خپل ماشومان اړوندو روغتونونو ته ورسوي او واکسین ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې سرخکان یا د شیري ناروغي ډېره شوې ده.
رپوټونه ښيي چې یوازې په بلخ ولایت کې پر شیري ناروغۍ درې زره ماشومان اخته شوي دي.