له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید زیاتې شي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو له لوړ کمشنر سره په کتنه کښې له خپل هیواد سره د نړیوالو مرستو د زیاتیدا غوښتنه وکړه .
د نویو راپورونو پراساس د افغانستان په داخل کښې د کډوالو شمیر شپږ میلیونه خلکو ته رسیدلی دی او د دغه هیواد په اوه دیرشو میلیونو نفوسو کښې نیمايي خلک له لوږې سره مخامخ دي .
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله نن په کابل کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو له لوړ کمشنیر فلیپوګرانډي سره په کتنه کښې وویل په اوسنیو سختو شرایطو کښې له افغانستان سره بشر دوستانه مرستې باید زیاتې شي .
عبدالله عبدالله افغانستان ته د فیلپو ګرانډي سفر د افغانستان خلکو ته ملګروملتونو د پام نښه وبلله .
فلیپو ګرانډي افغانستان ته د سفر په وخت ویلي دي چې په دغه هیوا کښې د بشر دوستانه حالت ته د اړونده چیلنجونو او تیره بیا د کډوالو په حالت باندې د غور کولو لپاره کابل ته راغلی دی .
ټاکل شوي ده چې فلیپو ګرانډي د طالبانو له مسوولانو سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو د لارو چارو په هکله خبرې وکړي .