له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید زیاتې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113474-له_افغانستان_سره_نړیوالې_مرستې_باید_زیاتې_شي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو له لوړ کمشنر سره په کتنه کښې له خپل هیواد سره د نړیوالو مرستو د زیاتیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2022 10:00 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید زیاتې شي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو له لوړ کمشنر سره په کتنه کښې له خپل هیواد سره د نړیوالو مرستو د زیاتیدا غوښتنه وکړه .

د نویو راپورونو پراساس د افغانستان په داخل کښې د کډوالو شمیر شپږ میلیونه خلکو ته رسیدلی دی او د دغه هیواد په اوه دیرشو میلیونو نفوسو کښې نیمايي خلک له لوږې سره مخامخ دي .

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله نن په کابل کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو له لوړ کمشنیر فلیپوګرانډي سره په کتنه کښې وویل په اوسنیو سختو شرایطو کښې له افغانستان سره بشر دوستانه مرستې باید زیاتې شي .

عبدالله عبدالله افغانستان ته د فیلپو ګرانډي سفر د افغانستان خلکو ته ملګروملتونو د پام نښه وبلله .

فلیپو ګرانډي افغانستان ته د سفر په وخت ویلي دي چې په دغه هیوا کښې د بشر دوستانه حالت ته د اړونده چیلنجونو او  تیره بیا د کډوالو په حالت باندې د غور کولو لپاره کابل ته راغلی دی .

ټاکل شوي ده چې فلیپو ګرانډي د طالبانو له مسوولانو سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو د لارو چارو په هکله خبرې وکړي .