په کابل کښې طالبانو لخوا د يو هوټل محاصره
طالبانو په کابل کښې يو هوټل چې د يو امريکائي شرکت کارکؤنکي پکښې مېشته دي محاصره کړے دے.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې لېنډ مارک هوټل چې د امريکې د دفاعي او حکومتي چارو د يو فعال شرکت پي اے اي تقريباً پنځوس تنه مېشته دي له څو ورځو راهسې د طالب ځواکونو په محاصره کښې دے.
د دغه شرکت يو مخکيني کارکؤنکي رسنيو ته ويلي دي چې ملګري يې د تېر خالي په ورځ له مازيګر راهسې له هوټل نه د وتلو حق نه لري.
د عيني شاهدانو د وېنا له مخې په لسګونو تنو د استخباراتي ادارې په جامو کښې څو تنه له هوټل څخه له ځان سره بيائيلي دي.
د پي اے اي هوټل د پخواني کارکؤنکي د وېنا له مخې دغه شرکت د امريکې خارجه وزارت د يوې مهمې پروژې اجرا کؤنکے دے.
د دغه هوټل له محاصرې څخه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د مقصد په اړه لا څه خبر نه دے خپور شوے.