متقي په پاکستان کې د اسلامي ملګرتیاموسسې غونډې ته بلل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113712-متقي_په_پاکستان_کې_د_اسلامي_ملګرتیاموسسې_غونډې_ته_بلل_شوی
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې تېره اونۍ ترکیې ته په سفر تللی و، تر اوسه یې د بیرته ستنیدو خبر نه دی ورکړل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • متقي په پاکستان کې د اسلامي ملګرتیاموسسې غونډې ته بلل شوی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې تېره اونۍ ترکیې ته په سفر تللی و، تر اوسه یې د بیرته ستنیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد به سبا د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان قضيه هم د بحث د ایجنډا په سر کې ده.

ويل کيږي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ته هم په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

‏د ملګرو ملتونو په شان د اسلامي همکاریو سازمان هم تر اوسه د افغانستان د استازيتوب څوکۍ طالبانو ته نه ده ورکړې.

په دغو دواړو سازمانونو کې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ د افغانستان له پرزول شوي جمهوري نظام سره دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې تېره اونۍ ترکیې ته په سفر تللی و، تر اوسه یې د بیرته ستنیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

ګومان کېږي چې امیرخان متقي به له ترکیې څخه نېغ په نېغه اسلام اباد ته لاړ شي