د افغانستان هرات ته د خواف ریل پټلۍ جوړیدا بیرته پیلیږي
د خواف هرات ریل پټلۍ ، د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت دپراختیا لپاره یو ترټولو مهم ظرفیّت لرونکي لاره ده .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د ریلي چارو د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې د خواف هرات دریل پټلۍ دجوړلو بهیر به ډیر زر پیل شی، ووئيل، د طالبانو اوایران د مسئولانو په کتنې کې د مسافرانو او د شیانو د منتقلولو دپه یلیدا په باب سره سره موافقه کړې ده .
د خواف هرات ریل پټلۍ ، د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت دپراختیا لپاره یو ترټولو مهم ظرفیّت لرونکي لاره ده .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، د طالبانو دموقته حکومت د ریلی چارو د ادارې مشر بخت الرحمن شرافت پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، ددغې ریل پټلۍ د جوړیدا بهیر او همداراز د اورګاډي د تمځاي بیا رغونه به، چې په وروستیو بدلونونو کې خراب شوی ؤ ، ډیر زر پیل شي .
شرافت په دې خبرې په ټينګار سره چې له دغې ریل پټلۍ له لارې تجارتي فعالیتونه په لومړیتوب کې دي ووئیل ، ددغې ریل پټلۍ له لارې د مسافرانو تګ راتګ او دشیانو دمنتقلولو د پیلیدا په باب تردې دمه دایران او طالبانو د پلاؤ درې ځله لیده کاته او خبرې کړي دي .
البته د ایران د لارو او ښارونو د جوړولو وزارت ته د ریل پټلۍ د نړیوال ارتیاط په باب د ایران او افغانستان دنړیوالې موافقې دقانون په ا بلاغ کونې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم ریئسي حکم هم دا هیله رامینځةکړې ده چې د خواف هرات په ریلي پټلۍ د اور ګاډي چغه به ډيره زر پورته شي .