د افغانستان طالبان په رسمیت د پیژندلو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113814-د_افغانستان_طالبان_په_رسمیت_د_پیژندلو_کوشش_کوي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په دغه هیواد کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي میرمن ډبورا لاینز وغوښتل چې د بندیزونو د حذفولو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو په زمینه کښې مرسته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان په رسمیت د پیژندلو کوشش کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په دغه هیواد کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي میرمن ډبورا لاینز وغوښتل چې د بندیزونو د حذفولو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو په زمینه کښې مرسته وکړي .

د طالبانو خارجه وزیر پرون په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ له مشر او د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي میرمن  ډبورا لاینز سره په کتنه کښې له افغانستان سره د انسان دوستانه مرستو ، د بشري حقوقو ، د پراختیا د پروژو ، بانکي برخې ، اقتصادي ودې او د نورو موضوعګانو په هکله خبرې وکړې .

د طالبانو د خارجه وزارت لخوا د خپرې شوي بیانیې پراساس امیر خان متقي هم په افغانستان کښې د یوناما د ماموریت د یوه بل کال لپاره د تمدیدا په هرکلي سره له دغه نړیوالې ادارې وغوښتل له انسانه دوستانه مرستو ورهاخوا په سیاسي ډګر کښې هم اغیز شیندونکي ګامونه پورته کړي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو او د اقتصادي بایکاټونو او په شخصیتونو باندې د بندیزونو د لغو کیدا په ترڅ کښې د افغانستان د خلکو اساسي حقوق تامین شي .

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو ډلې د رسیدا او دغه راز د موقته حکومت له جوړیدا وروسته تراوسه د دنیا هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی .