د ایران او افغانستان ګډ فرهنګي مراسم
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113868-د_ایران_او_افغانستان_ګډ_فرهنګي_مراسم
د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینه تهران ښار کې د ایران او افغانستان ګډ فرهنګي فیسټیول پرانیستل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2022 02:49 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ګډ فرهنګي مراسم

د ایران د اسلامي جمهوریت په پلازمینه تهران ښار کې د ایران او افغانستان ګډ فرهنګي فیسټیول پرانیستل شوی.

په تهران کې رازی فرهنګي ادارې او په ایران کې د افغان کډوالو د مذهبی چارو پلاوی د افغانستان او ایران ګډ فرهنګي فیسټیول د ښاروالۍ د فرهنګي چارو د څانګې په ملګرتیا سره په کار پیل کړی دی.

په نوروز او د پسرلی په موسم کې د رسمونو، رواجونو، خوراکونو او جامو په شمول د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډو فرهنګي موضوعاتو مبادله او په ایران کې د افغان کډوالو د لاسته راوړنو ننداره د یاد فیسټیول له اهدافو څخه بلل کیږي.

یاد فیسټیول د رواني میاشتې له لومړي ڼیټې څخه کار پیل کړی چي د افغانستان د ګل سرخ له میلې سره سمون خوري.

د ګل سرخ میله هر کال په افغانستان کې د مزار شریف په ولایت کې تر سره کیږي.