د افغانستان طالبان دې خپله پریکړه بیرته واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113954-د_افغانستان_طالبان_دې_خپله_پریکړه_بیرته_واخلي
زمونږ خبریال وايي د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ پرون وویل واشنګټن هیله کوي چې د افغانستان طالبان په راتلونکو ورځو کښې د انجلیو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په هکله له خپلې فیصلې په شا شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 01:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان دې خپله پریکړه بیرته واخلي

زمونږ خبریال وايي د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ پرون وویل واشنګټن هیله کوي چې د افغانستان طالبان په راتلونکو ورځو کښې د انجلیو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په هکله له خپلې فیصلې په شا شي .

امریکا د افغانستان د طالبانو لخوا د انجلیو د ښوونځیو د نه پرانیستل کیدا په وجه د قطر په دوحې کښې د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې لغو کړي دي .

د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ چې له طالبانو سره یې د خبرو مشرۍ کوله په قطر کښې یوې غونډې ته په وینا کښې وویل زه هیله من یم چې په راتلونکو ورځو کښې طالبان له خپلې فیصلې شاتګ اعلان کړي .

هغه وویل تاسو ولیدل چې دنیا د طالبانو دغه فیصله په کوم ډول غندلي ده او زیاته یې کړه دا د افغانستان د خلکو له باور سره خیانت دی .

د امریکا ځانګړي استازي تامس  ویسټ وویل طالبانو په تیرو څو میاشتو کښې نورو هیوادونو ته تضمین ورکړی و چې انجلیو ته به ښوونځیو ته د بیرته ستنیدا اجازه ورکړي .

طالبانو په تیرې چهارشنبې ورځ د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو فیصله بیرته واخیستله او په نړیواله سویه یې نیوکه رامینځته کړي ده .

ټاکل شوي وه چې د افغانستان خارجه وزیر امیر خان متقي نن د دوحې په کانفرنس کښې ګډون وکړي خو معلومه نه ده چې ایا هغه دوحې ته رسیدلی دی او که نه ځکه چې امریکا له طالبانو سره خبرې اترې لغو کړي دي .

دغه راز په قطر کښې  د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین وویل دغه ډله د انجلیو د زده کړې پرخلاف نه ده .