د افغانستان  دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره د انتخاباتو ترسره کیدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113972-د_افغانستان_دمشکلاتو_یوازینۍ_حل_لاره_د_انتخاباتو_ترسره_کیدا_ده
 حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره  زیاته کړې،په دغه هیواد کې د ثبات دتامینولو یوازینۍ لاره ،په دغه هیوادکې د یوه موټي حکومت جوړیدا ده چې په سر کې ئې ټاکلی ولسمشر وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان  دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره د انتخاباتو ترسره کیدا ده

 حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره  زیاته کړې،په دغه هیواد کې د ثبات دتامینولو یوازینۍ لاره ،په دغه هیوادکې د یوه موټي حکومت جوړیدا ده چې په سر کې ئې ټاکلی ولسمشر وي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان حزب اسلامی حکمتیار څانګې مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د یوه ائيتلافي حکومت له رامینځةکولو سره په مخالفت سره ووئيل ،په دغه هیواد کې دانتخاباتو شرائط په تیره بیا له امنیتی پلوه ،د بل هروخت په نسبت  لازیات برابر دي .

 حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې،په دغه هیواد کې د ثبات دتامینولو یوازینۍ لاره ،په دغه هیوادکې د یوه موټي حکومت جوړیدا ده چې په سر کې ئې ټاکلی ولسمشر وي .

  د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر ددې خبرې په کولو سره چې  ائيتلافي حکومتونه د افغانستان په شان هیواد نشي اداره کولی ، ووئيل،په تیرو څلورو لسیزو کې  دافغانستان مختلف نظامونه نه دي توانیدلي ، په دغه هیواد کې ائيتلافي حکومت جوړ کړي .

 حکمتیار چې پخپله پښتون دی او له طالبانو سره نزدې اړیکې لري،له دې مخکې ئې هم د لوئې جرګې له جوړیدا سره مخالفت کړی او په افغانستان کې د یوه ګوندي حکومت دجوړیدا غوښتونکی شوی ؤ .