د افغانستان دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره د انتخاباتو ترسره کیدا ده
حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې،په دغه هیواد کې د ثبات دتامینولو یوازینۍ لاره ،په دغه هیوادکې د یوه موټي حکومت جوړیدا ده چې په سر کې ئې ټاکلی ولسمشر وي .
زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان حزب اسلامی حکمتیار څانګې مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د یوه ائيتلافي حکومت له رامینځةکولو سره په مخالفت سره ووئيل ،په دغه هیواد کې دانتخاباتو شرائط په تیره بیا له امنیتی پلوه ،د بل هروخت په نسبت لازیات برابر دي .
حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو دترسره کیدا په ضرورت په ټينګار سره زیاته کړې،په دغه هیواد کې د ثبات دتامینولو یوازینۍ لاره ،په دغه هیوادکې د یوه موټي حکومت جوړیدا ده چې په سر کې ئې ټاکلی ولسمشر وي .
د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر ددې خبرې په کولو سره چې ائيتلافي حکومتونه د افغانستان په شان هیواد نشي اداره کولی ، ووئيل،په تیرو څلورو لسیزو کې دافغانستان مختلف نظامونه نه دي توانیدلي ، په دغه هیواد کې ائيتلافي حکومت جوړ کړي .
حکمتیار چې پخپله پښتون دی او له طالبانو سره نزدې اړیکې لري،له دې مخکې ئې هم د لوئې جرګې له جوړیدا سره مخالفت کړی او په افغانستان کې د یوه ګوندي حکومت دجوړیدا غوښتونکی شوی ؤ .