اسلامی ایران له هراته ترچین پورې ریل پټلۍ غزوي
ذبیح ا... مجاهد ووئيل ، ایران ژمنه کړې چې د خواف –هرات د ریل پټلۍ پروژه تر بدخشان او له هغه ځایه تر چینه پراخه کړي .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي او د اطلاعاتو اوکلتور وزارت مرستیال ذبیح ا... مجاهد پرون په یولر څرګندونو کې په کابل او تهران کې د په تیرو میاشتو کې د اسلامی ایران او طالبانو دمسئولانو ډيرو لیدوکاتو ته په اشارې سره ووئيل د ایران اسلامی جمهوریت نیّت لري ، په افغانستان کې ډیرې سترې پروژې اجرا کړي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، ذبیح ا... مجاهد ووئيل ، ایران ژمنه کړې چې د خواف –هرات د ریل پټلۍ پروژه تر بدخشان او له هغه ځایه تر چینه پراخه کړي .
د خواف – هرات ترمینځ ریل پټلۍ تیر کال د ایران او افغانستان د وخت ولسمشرانو په لاس ا فتتاح شوې ده .
دغه ریل پټلۍ په څلورو برخو کې اجرا شوې چې په ایران کې په دوو برخو کې ئې کابو اوه اویا کلومیټره او دریمه برخه ئې له پولې رانیولې ، د افغانستان تر روزنګ تمځاي پورې شپږ شپیته کلومیټره په افغانستان کې ده . د افغانستان سیاسی بدلونونو او دطالبانو واک ته په رسیدا سره ددغې پروژې دبشپړتیا او جوړیدا بهیر دریدلی دی .
د طالبانو ویندوي همداراز ووئیل ، ایران دانرژۍ او کانونو پشمول په نورو برخو کې هم په افغانستان کې پانګونې ته تیار دی .