د افغانستان د نفوسو شمېر تقريباً ۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114120-د_افغانستان_د_نفوسو_شمېر_تقريباً_۳۴_۳_ميلين_تنه_اعلان_شو
د ترټولو وروستيو اټکلونو له مخې د افغانستان د نفوسو شمېر تقريبا۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2022 01:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان د نفوسو شمېر تقريباً ۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو

د ترټولو وروستيو اټکلونو له مخې د افغانستان د نفوسو شمېر تقريبا۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو.

د افغانستان د شمېرنې ملي ادارې د پروني رپوټ مطابق له دغو ټولو نفوسو څخه ۱۷.۵ ميلينه (۵۱٪) سړي او ۱۶.۸ ميلين (۴۹٪) ښځې دي. همدارنګ د افغانستان له نفوسو څخه ۲۴.۲ ميلين (۷۰.۶٪) تنه کليوال، ۸.۶ ميلين (۲۵٪) تنه ښار مېشته او ۱.۵ ميلينه (۴.۴٪) تنه کوچيان دي.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د افغانستان د شمېرنې د ملي ادارې چارواکو وويل، د روان ۱۴۰۱ کال د نفوسو اټکل شوے شمېر ښودنه کوي چې ۴۵.۵ فيصد خلق له پنځلسو کلونو کم عمر، ۴۹.۷ فيصده د کار عمر او  ۲.۷ فيصده له ۶۴ کلنۍ زيات عمر لري.

د افغانستان د شمېرنې د ملي ادارې سرپرست فضل محمد زيار وويل: د هېواد په ترټولو وروستۍ مردم شمارۍ کښې له نړيوالو معيارونواستفاده شوې ده. له دې هر څه باوجود د افغانستان د نفوسو د اعتماد وړ شمېر نه دے معلوم او وړاندې کړې شوے شمېر په عامه توګه د اندازې او اټکل مطابق اعلان شوے دے.