نړیوال بېنک له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې لغوه کړې
Mar 31, 2022 03:04 Asia/Kabul
د نړیوال بېنک مشرتابۀ په وروستۍ فېصله کښې ویلي چې په افغانستان کې د جينکو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کښې دوي په دغه هېواد کښې د کرنې او روغتیا په برخه کښې خپلې څلور سترې پروژې چې خواوشا ۶۰۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي لغوه کوي.
دغه بېنک وايي دوی له نړیوالو بنسټونو سره په ملګرتيا کښې په افغانستان کښې فعالیتونه ترسره کوي، نو که د نړیوالې ټولنې غوښتنې په افغانستان کښې نه منل کېږي نو دوي هم د ورته پروژو له عملي کولو په شا کېږي. نړیوال بېنک تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کښې به ځينې پراختیايي پروژې شروع کوي خو دا پروژې به د طالبانو د حکومت په ځاے د اېن جي اوګانو له لوري عملي کېږي.
ټیګونه