د بدخشان د امنیت په آمر باندې چاودنه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114284-د_بدخشان_د_امنیت_په_آمر_باندې_چاودنه_شوې_ده
د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې نن د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت پر آمر مولوي رشاد يفتلي چاودنه شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • د بدخشان د امنیت په آمر باندې چاودنه شوې ده

د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې نن د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت پر آمر مولوي رشاد يفتلي چاودنه شوې ده

ځایي سرچينو ويلي چې دغه چاودنه د فيض اباد ښار په برهان الدين رباني پله کې شوې چې مولوي يفتلي پکې ټپي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

ويل شوي چې مولوي يفتلي هم شدید ټپي دی، خو د طالبانو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

نن د کابل په شهزاده سرای کې هم چې د افغانستان د پيسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز دی، چاودنه شوې.

طالبانو د شهزاده سرای چاودنه د پیسو لوټلو لپاره د غلو په لاس د لاسي بم چاودنه بللې.

د شهزاده سرای په چادونه کې طالبانو د ۱۰ تنو ټپي کیدل تایید کړي دي.

خو د کابل د شهزاده سرای مرستیال وايي په دغه سرای کې د نن سهار په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي چې د پنځو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د دواړو پېښو مسئووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.