د افغانستان خلک له ډیرې لوږې سره مخامخ دي
شفقنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د کډوالو د چارو سترې کمشنرۍ په افغانستان کښې د څلرویشت میلیونه خلکو د خواړو د ناامنۍ د ختمولو لپاره بشر دوستانه مرستې ضروري وبللې .
دغه ادارې پرون ټینګار وکړ په افغانستان کښې څلرویشت اعشاریه څلور میلیونه خلک د خواړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي او بشر دوستانه مرستو او ملاتړ ته ضرورت لري .
نړیوالې ټولنې واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمه له افغانستان سره د راغونډو شویو مرستو استول بند کړي دي یا یې کم کړي دي او نړیواله ټولنه د میلیونو افغانانو د مړینې او د لوږې د خطر په هکله د نړیوالو ارګانونو له بیا بیا خبرداریو سره سره د خپلې رودې بدلولو ته چمتو نه ده .
د طالبانو موقته حکومت له کلونو کلونو وروسته د افغانستان د روان کال بودجه په خارجي مرستو باندې له تکیې کولو پرته تنظیم کړي ده خو ظاهرا د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو او په تیره بیا د خارجي مرستو استول جدي ضرورت ګڼل کیږي .
د امریکا لخوا د شل کلن نیواک او د کلونو کلونو د جنګونو په دلیل د افغانستان بیخ بنایانې کابو په کامل ډول له مینځه تللي دي .
د افغانستان اقتصاد له مخکې کلونو راهسې خارجي بشري مرستو ته ضرورت لري .
د لویدیځو هیوادونو بایکاټونو او د امریکا لخوا د افغانستان د کابو لس میلیارډه ډالرو چورتالان کولو په افغانستان کښې بې وزلۍ او لوږه زیاته کړي ده .