بلخ کښې دیني عالمانو د جينکو د ښوونځیو په پرانېستو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114350-بلخ_کښې_دیني_عالمانو_د_جينکو_د_ښوونځیو_په_پرانېستو_تاکيد_وکړ
په بلخ ولایت کښې یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان له طالب حکومته غوښتنه کړې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2022 03:00 Asia/Kabul
  • بلخ کښې دیني عالمانو د جينکو د ښوونځیو په پرانېستو تاکيد وکړ

په بلخ ولایت کښې یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان له طالب حکومته غوښتنه کړې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

د افغان سرچينو له مخې دغه دیني عالمان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې په ابوذر غفاري نومې  دارلعلوم کښې سره راټول شوي وو د اسلام په رڼا کښې یې د جينکو د زده کړو په دوام تاکيد وکړاو زیاته يې کړه چې علم په نر او ښځه دواړو باندې یو شان فرض دے او د اسلام په رڼا کښې ښوونځیو ته د جينکو تګ هیڅ ځاے او په هیڅ ډول نه دے منع شوے نو طالبانو  ته په کار ده چې ژر تر ژره د جينکو ښوونځي پرانیزي او تر دې ډېر دې دا چاره نه ځنډوي.