بلخ کښې دیني عالمانو د جينکو د ښوونځیو په پرانېستو تاکيد وکړ
Apr 05, 2022 03:00 Asia/Kabul
په بلخ ولایت کښې یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان له طالب حکومته غوښتنه کړې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
د افغان سرچينو له مخې دغه دیني عالمان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې په ابوذر غفاري نومې دارلعلوم کښې سره راټول شوي وو د اسلام په رڼا کښې یې د جينکو د زده کړو په دوام تاکيد وکړاو زیاته يې کړه چې علم په نر او ښځه دواړو باندې یو شان فرض دے او د اسلام په رڼا کښې ښوونځیو ته د جينکو تګ هیڅ ځاے او په هیڅ ډول نه دے منع شوے نو طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د جينکو ښوونځي پرانیزي او تر دې ډېر دې دا چاره نه ځنډوي.
ټیګونه