چین زمونږ ډیپلماټان منلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114372-چین_زمونږ_ډیپلماټان_منلي_دي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د چین حکومت د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له لوري ګمارل شوي ډیپلوماټان منلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2022 08:30 Asia/Kabul
  • چین زمونږ ډیپلماټان منلي دي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د چین حکومت د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له لوري ګمارل شوي ډیپلوماټان منلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپره شوې ویډیو کې له چین هېواد څخه د نویو  ډیپلوماټانو د منلو او په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو له کبله مننه کړې ده.

امیرخان متقي په خپلو خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت د جنوبي او مرکزي اسیا د وصل په مرکز د افغانستان د بدلولو هڅه کوي.

دا په داسي حال کې دی چي تېره اوونۍ هم په چین کې د پاکستان، هندوستان، تاجیکستان، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په هکله یوه غونډه وکړه.