د ایران او نړیوالو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114402-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_مهمو_سرټکو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 06:28 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو او مهم سرټکي به یې له تاسو سره شریک کړو .

د پاکستان موقته لومړي وزیر عمران خان له خپل مقام څخه له څنګ ته کیدا مخکې د سترې محکمې پخوانی مشر د موقته لومړي وزیر په توګه معرفي کړی دی .

عمران خان د ده د حکومت د راپرځولو لپاره د امریکا لاسوهنو ته په اشارې سره وویل د امریکا له غلامۍ کولو مرګ بهتر دی .

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو کښې د ناکراریو په دوام کښې چې شیبه په شیبه زیاتیږي د صهیونیسټ نیواکګر رژیم پوځيانو په فلسطینیانو باندې ډزو سره څلرویشت(۲۴) کسان ژوبل کړل .

ځینې راپورونه د اسرائیلو په وسلو باندې د فلسطینیانو د سمبالیدا ښودنه کوي .

په داسې حال کښې چې داعش وهابي صهیونیسټي تفکیري ترهګرې ډلې په تیرو څو اونیو کښې  د کابل د هرات د بدخشان  او د بلخ ولایتونو په شمول د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې څو ترهګرې حملې کړي دي او له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ادعا کړي ده طالبانو په افغانستان کښې داعش ډله په کامل ډول کنټرول کړي ده .

د شمالي کوریا د مشر خور میرمن «کیم یو جونګ »د جنوبي کوریا د دفاع وزیر په څرګندونو باندې نیوکې سره وویل دغه څرګندونې د نا جبرانیدا وړ وې او هغې  جنوبي کوریا ته د اټومي حملې ګواښ وکړ .

د لویدیځو هیوادونو او د روسیې ترمینځ د پوځي ،  اقتصادي ، رسندوي او ډيپلوماټیکو جنګونو په دوام کښې یوشمیر اروپايي هیوادونو په غږمله اقدام کښې د روسیې په لسګونو ډیپلوماټان وویستل داسې اقدام چې ماسکو ویلي دي زر به ورته ځواب ورکړي .

په یمن کښې د دوه (۲)میاشتني اوربند په اجرا کیدا سره د سونګو دوهمه کشتۍ یمن ته ورسیدله .

له دې سره په یووخت د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو  تیریګر ائتلاف په یمن کښې د دوه میاشتني اوربند د خلاف ورزۍ په دوام کښې یوازې په یوه (۱۰۰)ورځ کښې څه د پاسه سل(۱۰۰) ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .

یوې نړیوالې موسسې وویل سعودي عربستان په روان میلادي کال کښې په تیرو اتو(۸) کلونو کښې تر ټولو زیات خلک اعدام او پانسي کړي دي .

په سعودي عربستان کښې  د خلکو سرونه په تورو سره وهل کیږي .

له یوې خوا د لبنان د لومړي وزیر مرستیال ویلي دي چې د هیواد مرکزي بانک دیوالیه شوی له بلې خوا د مرکزي بانک مشر ټینګار کوي له هغو تاوانونو سره سره چې په لبنان کښې مالي برخې ته رسیدلي دي مرکزي بانک هماغه راز خپلې دندې ته دوام ورکوي او هغه د مرکزي بانک دیوالیه کیدل دروغ بولي .

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو .

د عراق د شیعه مسلمانانو د غږملتیا چوکاټ د حکومت د جوړولو په موضوع کښې له خپلې فیصلي د ښاغلي «مقتدا صدر» له تیریدا وروسته له موجوده سیاسي بندون څخه د وتلو او د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره له بیلابیلو سیاسي ډلو سره سلامشورې او هڅې له سره پیل کړې .

د یمن استعفا شوي ولسمشر او د سعودي عربستان د ائتلاف متحد عبدربه منصور هادي په بې ساري څرګندونو کښې د لومړي ځل لپاره د هیواد انصار الله غورځنګ ورور وباله او هغه یې خبرو اترو ته وروباله .

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر په څرګندونو پسې د شمالي کوریا او د جنوبي کوریا ترمینځ شخړې دوام لري او د شمالي کوریا د مشر خور کیم یوجونګ په پیانګ یانګ باندې د سئول د وارمخکې حملې د وړتیا په هکله د جنوبي کوریا د وزیر په څرګندونو باندې یوځل بیا نیوکې سره هغه ناجبرانیدونکي څرګندونې وبللې .

د فلسطین سرې میاشتې یعني هلال احمر وویل چې په قدس ښار کښې په باب العامود ، باب الساهره سیمو او په العیساویه ښارګي کښې په روژه تي فلسطینیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د حملو په دریمه (۳)ورځ څلرویشت تنه ژوبل شوي دي .

د اوکراین په بوچا ښار کښې د روسیې د عسکرو په لاس  د ملکي خلکو د وژل کیدا  په هکله د راپورونو له خپریدا سره په یووخت ځینو اروپايي هیوادونو په ګډ اقدام کښې له خپلو هیوادونو د روسیې یوشمیر ډيپلوماټان وویستل .

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د دغه هیواد ازادیدل پریکنده او نږدي دي وویل د تیریګرو په مقابل کښې ملي وحدت زمونږ اخري انتخاب دی .

«سعودي لیکس» اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړی ملګروملتونو په سعودي عربستان کښې د ورروستیو ډله ییزو اعدامونو او پانسیو په هکله نړیوال شکایتونه ترلاسه کړي دي .

په دغو شکایتونو کښې ویل شوي دي چې سعودي عربستان د بیلابیلو قومیتونو د یواتیا(۸۱) کسانو په ډله ییز ډول د اعدامولو له لارې په ښکاره ډول خپلو ټولو ژمنو او نړیوالو  قوانینو ته بې پامۍ کوي .

د سوډان د واکمنې شورا مشر عبدالفتاح البرهان په ملګروملتونو غږ وکړ په نړیوال ډګر کښې د سوډان د پوځ په شمول د ټولو ډلو په هکله یوشان دریځ غوره کړي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ایشوا کړه چې د امریکا د خارجه وزارت لورړتبه چارواکي ډونالډ لو د د ده حکومت د نسکورولو لپاره په دسیسې کښې لاس لرلی دی .

د عراق د ملي حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم په یوې وینا کښې ټینګار وکړ چې د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ خبرې اترې او موافقه به بالاخره په سیمه او حتی په عراق کښې د پایداره سولې سبب شي .

()

خوږو لوستونکو اوس به د یوشمیر نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو .

Image Caption

 

()

نیویارک ټایمز د کابل په شمال کې د سالنګ مهمې لارې ته پام اړولی دی.

لیکوال لیکي، په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته طالبان اوس هڅه کوي هغه سړکونه چې خپله‌ یې د ماینونو په الوزولو سره ویجاړ کړي، ورغوي خو هېڅ یو یې هم د سالنګ د لویې لارې په پرتله مهم او حیاتي نه‌بلل کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي، د واورو له ویلي کیدو سره د واورو د ښویېدو یا برفکوچونو په اړه هم اندېښنې د طالبانو د مسؤل قومندان صلاح‌الدین ایوبي او د هغه پخوانیو وسله‌والو لپاره یوه نوې او عجیبه خبره ده.

د لیکوال په باور، په تېرو ۲۰ کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې د لارو په ویجاړولو تمرکز کړی و، سړکونه، پلونه او پلچکونو، کانالونه او پاخه واړه او لوی سړکونه هېڅ یو یې هم د طالبانو له چاودنو خوندي نه‌و، خو طالبانو ویلي چې تل‌یې هڅه کړې چې ټولګټو تأسیساتو ته زیان ونه‌رسېږي.

وړاندې لولو چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې چې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا هر څه بدل شول. اوس طالبان هڅه کوي، هغه لویې لارې چې اقتصادي شریانونه بلل کېږي او دوی یې پخوا د پرې کولو هڅه کوله، بېرته ورغوي خو د رغولو په نسبت ‌یې جګړه دوی ته اسانه وه.

 

()

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه بیا  لیکي، د هغو نږدې ۱۴۰۰ افغانانو چې اسټرالیا ورته پر بشري دلایلو د عاجلو ویزو ورکولو پرېکړه کړې وه، هېڅ یو یې هم تر اوسه اسټرالیا ته نه‌دی رسېدلی.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي  د اسټرالیا د پارلمان سنا جرګې له حکومت څخه غوښتي چې دغه ویزې سمدستي بېرته اعاده کړي.

د ګارډین په لیکنه ۱۳۹۸ افغانانو ته دغه ویزې له هغې وروسته چې طالبانو کابل ونیو، منل شوې وې.

د اسټرالیا د سنا جرګې یوې کمېټې پرون سې شنبه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې روان وضعیت له کله چې طالبان په تېر اګسټ کې واک ته رسېدلي، تر اوسه ټراژډیک یا ډېر خواشینوونکی دی او هغه په زرګونو افغانان چې له اسټرالیا یې د بشري خواخوږۍ له مخې د ویزو غوښتنه کړې، تر شا پاتې او په یوه مبهم وضعیت کې اوسي.

دې کمېټې ویلي چې د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت باید سمدستي د ویزې د دغو متقاضیانو پروسه چټکه او ارتباطات ښه کړي.

د ګارډین ورځپاڼې  په لیکنه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د اسټرالیا ماموریت څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو کابل نیولی و، پیل شو او ۴۱۶۸ تنه ‌یې د کابل له هوایي ډګر څخه په نهو ورځو کې ولېږدول، خو ډېر نور چې اسټرالیا ته د تلو اجازې ورکړل شوې، تر شاته پاتې شوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .