په پلخشتي جومات کښې چاودنې شپږ تنه ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114434-په_پلخشتي_جومات_کښې_چاودنې_شپږ_تنه_ژوبل_کړل
د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په پلخشتي جامع مسجد کې د لاسي بم چاودنې له امله شپږ لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • په پلخشتي جومات کښې چاودنې شپږ تنه ژوبل کړل

د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په پلخشتي جامع مسجد کې د لاسي بم چاودنې له امله شپږ لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنيو ته وویل چې نن ماسپښین مهال په پلخشتي جومات کښې د یو تن له لوري لاسي بم غورځول شوے دے چې پکښې شپږ تنه ژوبل شوي دي.ټکور زیاتوي چې په دې تړاو یو شکمن کس نیول شوے او څېړنې ترې روانې دي. تر اوسه د دغې پېښې ذمه واري چا کس يا ډلې په غاړه نه ده اخېستې خو په عامه توګه د داسې پېښو ذمه واري داعش ترهه ګره ډله په غاړه اخلي.

دا په داسې حال کښې ده چې د تېر ايتوار په ورځ هم په شهزاده سرای کښې د لاسي بم په چاودنه کې یو تن ووژل شو او نېزدې ۶۰ نور شول شول.

دا پېښې په داسې حال کښې رامنځته کيږي چې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزير مولوي امير خان متقي تېره ورځ ويلي وو چې په هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې فعاليتونه کنټرول کړې شوي دي