په بدخشان کښې محصلینو لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114476-په_بدخشان_کښې_محصلینو_لاریون_وکړ
په ټولنیزو رسنیو کښې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې په بدخشان ولایت کې یو شمېر محصلینو د طالبانو د حکومت د هغه اقدام په غبرګون کښې لاریون کړے چې محلصین په زور د تراویح نمانځه کولو ته مجبوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2022 11:41 Asia/Kabul
  • په بدخشان کښې محصلینو لاریون وکړ

په ټولنیزو رسنیو کښې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې په بدخشان ولایت کې یو شمېر محصلینو د طالبانو د حکومت د هغه اقدام په غبرګون کښې لاریون کړے چې محلصین په زور د تراویح نمانځه کولو ته مجبوري.

د افغان رسنيو له قوله محصلینو په ټولنیزو رسنیو کښې لیکلي چې تېره شپه د دغه ولایت د امرباالمعروف مسولین لیلیې ته ورغلي او د تراویح نمانځه ته د نه ورتلو له امله یې سخت ډبولي دي.

 د محصلینو په خبره، د طالبانو دغه مسولین بې له دې چې له دوی پوښتنه وکړي او دلیل یې واوري، هغوي وهلي او ډبولي دي.

د بدخشان ولایت امنیتي مسولینو هم رسنیو سره په خبرو کښې دغه پېښه تایید کړې.

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحق افغان رسنيو ته وویل چې که څه هم لږ څه ستونزه پېښه شوې وه او په وینایي، بیرته حل شوې او اوس کوم لاریون نشته.

تر دې وړاندې هم په ولایتونو کښې د ځایي مسولینو له خوا د خلقو د خپلسرو ځورېدنو رپورټونه ورکړل شوي دي.