له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې دوام لري
د افغانستان بانک خبر ورکوي چې له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام کښې پرون په یوویشتم ځل د ۳۲ میلیون ډالرو بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده
د افغانستان بانک پرون پر خپل ټويټر ليکلي چې دا اندازه نغدې پیسې کابل ته تر رسېدو وروسته د افغانستان نړيوال بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان نړیوال بانک له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې د بانکي اړیکو د پراختیا په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، د دغو مرستو له پیلیدو راهیسې ټولټال ۶۰۰ میلیون ډالر افغانستان ته ورکړې شوې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلکو پر اړمنو کورنیو د دغو مرستو په عادلانه وېش ټینګار کوي.
طالبانو هم په کراتو ویلي دي چې د افغانستان د مالي کړکیچ اصلي وجه د امریکې له خوا د دغه هیواد د تقریباً ۱۰ میلیارډه ډالرو نیول دي.