خوست کښې هم د رمضان لیګ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست په حکیم تڼیوال پارک مس عینک کرکټ لوبغالي باندې په لومړي ځل د رمضان لیګ تر نامه لاندې لس اوریزه سیالۍ پیل شوې
د سیالیو د پیل په مراسموکې د کرکټ بورډ د ځايي مسولینو ترڅنګ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو او د کرکټ مېنوالو ګډون درلود.
د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې مدیر احسان والي مسرور د یاد لیګ پیل مهم یاد کړ او زیاته یې کړه چې په دغو سیالیو کې د ملي الف او نولس کلنو لوبډلو لوبغاړي شتون لري، چې له تجربو به یې نوي ځوان لوبغاړي ګټه واخلي.
د یاد لیګ بنسټګر جهاد سنګین وایي، په دغه لیګ کې ټولټال ۱۶ لوبډلې شاملې دي او هر مازدیګر به دوې لوبې ترسره کېږي چې ۱۷ ورځي به دوام وکړي.
د کرکټ لوبغاړي هم خوښ دي چې د رمضان لس اوریزه لیګ دا ځل په خوست کې پیل شو.
له دې مخکښې په ننګرهار کښې هم د رمضان په مناسبت د کرکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې دي.