طالبان د نړیوالې ټولنې له دباو سره مخامخ دي
فارس خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د زده کړې وزیر مولوي نور الله منیر په دې ادعا سره چې حکومت په ښوونځیو کښې د انجلیو د شتون لپاره د یوه مکانیزم د رامینځته کولو هڅه کوي اعتراف وکړ چې طالبان د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا تر دباو لاندې دي .
هغه پرون یوځل بیا وویل چې د انجلیو ښوونځي به په نوي مکانیزم سره زر پرانیستل شي .
څو ځله کیږي چې طالبان د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنې کوي خو د میاشتو میاشتو په تیریدا سره یې تراوسه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی .
بل خبر دا چې د ملګروملتونو د کډوالو سترې کمشنرۍ په افغانستان کښې د ناوړه خواړو او د خوراکي شیانو د کړکیچ د سخیدا په هکله خبرداری ورکړ .
دغه ادارې وویل د افغانستان ډیر ماشومان د کورنیو د مالي ملاتړ کولو او د کار په خاطر مجبوره ده چې ښوونځي پریږدي .
د ملګروملتونو سترې کمشنرۍ وویل حاضردمه د افغانستان میلیونونو خلک له قحطۍ سره مخ دي .