پکتیکا دیني علما: د نجونو ښوونځي دې په بشپړه توګه پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114718-پکتیکا_دیني_علما_د_نجونو_ښوونځي_دې_په_بشپړه_توګه_پرانیستل_شي
د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې تازه په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې ددغه ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2022 12:56 Asia/Kabul
  • پکتیکا دیني علما: د نجونو ښوونځي دې په بشپړه توګه پرانیستل شي

د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې تازه په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې ددغه ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په پکتیکا کې دیني علماو په یوه غونډه کې د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیزي او په خبره یې اسلامي شریعت په دې برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري. دوی وایي د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریکه کړي.

دوی وايي په اسلام کې ښځو او د دوی عزت ته پوره درناوی موجود دی نو طالب حکومت ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

تر دې وړاندې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو له طالبانو غوښتي وو چې د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او له لومړي تر دوولسم ټولګي ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.