کابل کښې چاودنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114934-کابل_کښې_چاودنه_وشوه
د کابل په لویدیځه سیمه کښې نن سهار چاودنه شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2022 05:50 Asia/Kabul
  • کابل کښې چاودنه وشوه

د کابل په لویدیځه سیمه کښې نن سهار چاودنه شوې ده

له کابله زمونږ خبریال د افغانستان د امنیتي سرچینو په حواله وویل چې نن سهار د پلازمینې کابل ښار د لویدیځې برخې په قلعه نو سیمه کښې یوه چاودنه شوې ده.

د چاودنې علت او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې لا معلومات نه دي رارسیدلي.

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو سره سره د دغه هیواد په مختلفو سیمو په تیره بیا په پلازمینې کابل ښار کښې لاهم امنیتي پیښې رامینځته کیږي.