د طالبانو او د قطر او د ترکیې خبرې بندون ته رسیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115486-د_طالبانو_او_د_قطر_او_د_ترکیې_خبرې_بندون_ته_رسیدلي
اوا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره د قطر او د ترکیې له حکومتونو سره د خبرو اترو د بندون خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 23:56 Asia/Kabul
  • د طالبانو او د قطر او د ترکیې خبرې بندون ته رسیدلي

اوا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره د قطر او د ترکیې له حکومتونو سره د خبرو اترو د بندون خبر ورکړ .

د طالبانو چارواکو پرون وویل د افغانستان د پلازمینې د کابل هوايي ډګر په شمول د هیواد د پینځو (۵) هوايي ډګرونو د مدیریت کولو د تړون په هکله د قطر او د ترکیې د استازیو او د افغانستان د چارواکو ترمینځ خبرې اترې له هغه وروسته له بندون سره مخ شوې چې د طالبانو استازیو ټینګار درلود چې د افغانستان ځواکونه به د دغو هوايي ډګرونو امنیتي مسوولیت پرغاړه واخلي .

د طالبانو د موقته حکومت د ټرانسپورټ وزارت مخکې ویلي وو که چیرې د دغو هوايي ډګرونو د مدیریت د سپارلو بهیر د ملي ګټو پراساس نه وي د قطر او د ترکیې له هیڅ شرکت سره په تړون لاسلیک نکړي .

افغانستان حاضردمه پینځویشت (۲۵) هوايي ډګرونه لري خو په تیرو وختونو کښې اکثره الوتونه په کابل ، هرات، مزارشریف او قندهار هوايي ډګرونو  کښې ترسره کیدل .

حاضردمه د افغانستان اریانا او کام ایر هوايي شرکتونه له کابل څخه متحده عربي اماراتو، قطر ، پاکستان ، ایران او روسیې ته الوتونه لري خو د خارجي هیوادونو د هوايي شرکتونو د الوتونو  هیڅ درک نه لګي .