دافغانستان په غزني ولایت کې دبایسکل چلولو سیالۍ تر سره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115626-دافغانستان_په_غزني_ولایت_کې_دبایسکل_چلولو_سیالۍ_تر_سره_شوې
نن په غزني ولایت کې د اختر (اونۍ) تر نامه لاندې د بایسکل چلولو سیالۍ تر سره شوه چې په کې دغزني مرکز (۱۶) تنه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 10:48 Asia/Kabul

نن په غزني ولایت کې د اختر (اونۍ) تر نامه لاندې د بایسکل چلولو سیالۍ تر سره شوه چې په کې دغزني مرکز (۱۶) تنه لوبغاړو برخه اخیستې وه.

دغزني د المپیک دآمریت آمر حاجي بلال مجاهد تهران راډیو ته وویل چې ننۍ سیالۍ دغزني مرکز څځه نیولي د دې ولایت د (واغظ) تر ولسوالۍ پورې چې شاوخوا (۱۶) کیلومتره واټن ته رسیږي ترسره شوه.

نوموړی وایي چې په راتلونکې کې په غزني ولایت دولایتونو په کچه دبایسکل چلولو سیالۍ د ترسره کولو هوډ لري.

 

په غزني ولایت کې د سپورټ د ډګر د مختلفو برخومینه وال ورځ تر بلې په ډیریدو دي له نشه یې توکو څخه د خلکو په ځانګړې توګه دځوانانو دمخنیوي تر ټولو غوره لار سپورت دی. رغتیا پالان وایي چې هر انسان باید په ورځ کې یو ساعت سپورت وکړي تر څو یې بدن له مختلفو نارغیو څخه په امن کې وي.