د افغانستان سوداګرۍ خونه:
پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر: دا مهال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانه ده.
د مسیر ورځپاڼې ویبسایټ لیکلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دوی هیله من دي، چې د افغان صادارتو په برخه کې د پاکستان د حکومت له خوا پر وارداتو برېښنايي تعرفه چې د دې میاشتې تر اخره پورې معاف شوې ده، موده یې نوره هم وغځېږي.
د دغې خونې مشر یونس مومند وايي، دا مهال له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، دا خبرې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د مېوو د پخېدو وخت نږدې شوی، چې تر ډېره ګاوندي هېواد پاکستان ته صادرېږي. مخکې به دغه موسم کې سوداګرو شکایت درلود، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان صاداراتو پر وړاندې د خنډونو له امله ډېری تازه میوې په لاره خوسا کېږي.
مومند، هیله ښيي چې د بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه، ورکړه په ښه توګه ترسره شي.