افغانستان کښې یوې چریکي ډلې د خپل شتون اعلان وکړ
-
فایل فوټو
د افغاستان د پخواني پوځي قومندان جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د (لیوه کنډک) په نامه یوې چریکي یا ګوریلا ډلې په بغلان ولایت کښې خپل شتون اعلان کړ
د افغاستان د پخواني پوځي قومندان جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د (لیوه کنډک) په نامه یوې چریکي یا ګوریلا ډلې په بغلان ولایت کښې خپل شتون اعلان کړ
ایرنا د افغانستان د رسنیو په حواله لیکلي چې د (قطعه ګرګ یا د لیوانو کنډک) په نامه چریکي ډلې پرون د یوې ویډیو په خپرولو سره د خپل موجودیت خبر ورکړ او ویې ویل چې ځواکونو د افغانستان د ملي غورځنګ د مشر عبدالرشید دوستم په ملاتړ کښې دا کار کړی دی.
دغه رپورټ زیاتوي چې نن سبا په افغانستان کښې څو ډلو خپل شتون اعلان کړی او د طالبانو د حکوت خلاف یې وسله واله مبارزه پیل کړې ده.
د ویلو ده چې د دوستم تر امر لاندې ځواکونو په ۱۹۹۰ لسیزه کښې هم له طالبانو سره سختې او خونړۍ نښتې درلودلې.