افغانستان ته د اشرف غنی د راستنېدو ګنګوسې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115784-افغانستان_ته_د_اشرف_غنی_د_راستنېدو_ګنګوسې
ځینو افغان ټولنیزو رسنیو کابل ته د افغانستان د مخکنی ولسمشر اشرف غني د راستنېدو ګنګوسې خپري کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د اشرف غنی د راستنېدو ګنګوسې

ځینو افغان ټولنیزو رسنیو کابل ته د افغانستان د مخکنی ولسمشر اشرف غني د راستنېدو ګنګوسې خپري کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسي ګنګوسې خپرې شوي دي ګواکې د افغانستان مخکنی ولسمشر اشرف غنی له امارات څخه کابل ته راستون شوی دی.

یوې خبري سرچینې تېره ورځ اوا خبري اژانس سره په خبرو کې یادې ګنګوسې تائید کړی دی او ویلی دی چي اشرف غنی د افغانستان د احمد زی د قومي مشرانو په مینځګړیتوب سره، کابل ته راستون شوی دی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د اشرف غنی د سفر د خوندیتوب د ضمانت لپاره امارات ته تللی دی.

تر دې دمه په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په داسي حال کې دی چي د اشرف غنی ورو حشمت غني هم تېره ورځ په خپل اکاونټ کې خپل ورور سره یو ځای نوی انځور خپور کړی دی.

د دې انځور تر خپرېدو وروسته، له تېرې شپې را په دې خوا افغانستان ته د اشرف غنی د راستنېدو په اړه خبرونه زور اخیستي دي.

تر دې مخکې حشمت غنی احمد زی دویچه وله سره په مرکه کې ویلي وه چي اشرف غنی سیاسي ډګر ته د راستنېدو ګروهنه نه لري، بلکې غواړي ټولنیز فعالیتونه مخ ته بوځي.