طالبان: د بندیزونو دړکې د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه ده
د طالبانو د حکومت چارواکو د نړيوالو هغه غبرګونونه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې، چې پر ښځو یې د طالبانو د جبري حجاب په وضع کيدو څرګند کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد حنفي ويلي: د نړۍ هېوادونه صلاحيت نه لري چې د افغان ښځو د حجاب په اړه پریکړه وکړي.
د طالبانو د حکومت يوه وياند انعام الله سمنګاني بيا په مشخص ډول د جبري حجاب په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
هغه وویل چې امريکا په داسې څرګندونو سره د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
سمنګاني له امریکې نه په ضمني ډول وغوښتل، چې بندیزونه ورباندې ونه لګوي.
نوموړي د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت له يادولو سره وويل، چې شته بندیزونه هم بايد ترې لرې شي.
د طالبانو له واکمنیدو سره امريکا متحده ايالاتو د افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمه کنګل کړې، له افغانستان سره په ډېرو برخو کې د نړیوالو مرستې یا دریدلي او يا کمترین حالت ته رسیدلي چې د خلکو پر ژوند یې بدې اغېزې کړي او د فقر او خدمتونو د نشتوالي له وجې د مړینو او خوار ځواکۍ سبب شوي دي.
له داسې وضعيت سره د طالبانو منتقدین وايي، چې د خپلو افراطي قيوداتو له دوام او پراختيا سره طالبان افغانستان نور هم د انزوا، محروميت او تباهۍ کندو ته کاږي.
خو طالبان د خپلې خولې د «سوچه اسلامي نظام» د قایمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او وايي چې خلک باید د ستونزو زغم ولري.