طالبان:ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو زېری واورئ
، ډېر ژر به زیری واورئ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ځي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سي این این تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، ډېر ژر به زیری واورئ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ځي.
ده زیاته کړه، اوس هم د ابتدايي ښوونځیو زده کوونکې ښوونځیو ته ځي، د نورو له زده کړو سره هم هیڅوک مخالف نه دي، او نه چا ویلي چې نجونې به قطعاً ښوونځوی ته نه ځي بلکې ویل شوي چې د نجونو متوسطه ښوونځي تر راتلونکې خبرتیا او د میکانیزم تر جوړېدو پورې ځنډول شوي دي، پر میکانیزم کار کېده چې د ابتدايي ښوونځیو په شان د لېسې او متوسطې د دورې زده کوونکې هم ښوونځیو ته لاړې شي.
دا د سراج الدین حقاني لومړنۍ تلویزیوني مرکه ده.
سراج الدین حقاني، چې امریکا او ناټو خپل تر ټولو لوی او خطرناک دښمن باله او د هغه پر سر یې جایزه ټاکلې وه، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر ډېره په امنیتي دلایلو خپل مخ نه ښوده او عکس یې نه اخیست.
ده سي این این ته د میکانیزم په اړه وویل چې هغه د نجونو له جامو یا یونیفورم سره تړاو درلود:«تعلیم باید د افغانانو د کلتور او د اسلام د اصولو او احکامو پر اساس وي.
خو په تکرار یې وویل چې ډېر ژر به دا ښه خبر واورئ چې نجونې ښوونځیو ته ځي.