له پولو د افغانستان د خلکو په غیرقانوني وتلو بندیز ولګید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116194-له_پولو_د_افغانستان_د_خلکو_په_غیرقانوني_وتلو_بندیز_ولګید
افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت د هیواد له سرحدونو د افغانانو غیرقانوني وتل ممنوع کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2022 02:54 Asia/Kabul
  • له پولو د افغانستان د خلکو په غیرقانوني وتلو بندیز ولګید

افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت د هیواد له سرحدونو د افغانانو غیرقانوني وتل ممنوع کړي دي

د افغانستان په سویل لویدیځ کښې د نیمروز ولایت لپآره د طالبانو د حکومت د پولیسو قومندان محمد ایوبي پرون وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له افغانستانه د خلکو له غیرقانوني وتنې سره مقابله کوي.

ایوبي زیاته کړه: په نیمروز ولایت کښې ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوی دی چې هیچا ته په هیڅ توګه په غیرقانوني توګه ګاونډي هیوادونو ته د تګ اجازه نه ورکوله کیږي.

له ایران سره په ګاونډ لرونکي نیمروز ولایت کښې د طالبانو د حکومت د پولیسو قومندان  ټینګار وکړ چې دا حکم د طالبانو ټولو امنیتي ځواکونو ته ابلاغ شوی دی او د انسان قاچاق کونکي به نیول کیږي او قضايي مراجعو ته به وړاندې کیږي.