د متقي او د ایران د سفیر لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116464-د_متقي_او_د_ایران_د_سفیر_لیدنه
امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو د مهاجرت او د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د مخنيوي په باب هم خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2022 09:38 Asia/Kabul
  • د متقي او د ایران د سفیر لیدنه

امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو د مهاجرت او د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د مخنيوي په باب هم خبرې وکړې.

د  (آوا) له راپور سره سم، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

دواړو لورو د افغان مهاجرینو او بندیانو، نشه یي توکو، روږدو کسانو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د بلخي په وینا؛ د ایران سفیر په نشه یي توکو د بندیز په اړه د طالبانو د مشر د فرمان هرکلی وکړ او ویې ویل چې حکومت یې چمتو دی چې له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت د برابرولو لپاره کار وکړي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې له ایران سره د ښو اړیکو او مثبتو پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو پلاوي دې د يادو شويو موضوعاتو د تعقيب په موخه يو د بل هېوادونو ته سفرونه وکړي.