د طالبانو مشر ځان لپاره سلاکاران ټاکلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116498-د_طالبانو_مشر_ځان_لپاره_سلاکاران_ټاکلي_دي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې په یوه ناسته کې ملا محمد عمرجان، مولوي محمد عیسی، مولوي کمال زاده او مولوي جان محمد مدني د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 09:37 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر ځان لپاره سلاکاران ټاکلي دي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې په یوه ناسته کې ملا محمد عمرجان، مولوي محمد عیسی، مولوي کمال زاده او مولوي جان محمد مدني د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.

د اوا له راپور سره سم، دغه څلور تنه په کندهار کي د طالبانو د مشر، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ترمنځ د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شوي.

د طالبانو مشر وروستی ځل لپاره په کوچني اختر کې د کندهار ولایت عیدګاه جومات کې د خلګو په وړاندې حاضر شو.