په بلخ کې یو سوداګر تښتول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116942-په_بلخ_کې_یو_سوداګر_تښتول_شوی
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د دغه سوداګر د تښتول کیدو خبر تایید کړی او ویلي، چې د موندلو هڅې ېې روانې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2022 10:03 Asia/Kabul
  •  په بلخ کې یو سوداګر تښتول شوی

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د دغه سوداګر د تښتول کیدو خبر تایید کړی او ویلي، چې د موندلو هڅې ېې روانې دي.

د افغانستان له شمالي ولايتونو سمنګان او بلخ څخه د یوه صراف د وژل کیدو او یوه سوداګر د تښتول کیدو خبرونه ورکړل شوي.

د صراف نوم حاجي احمد ياد شوی او ویل شوي، چې د کابل- بلخ پر لويه لاره وسله والو غلو وژلی او ۸۰ زره ډالره یې ترې وړي دي.

 له بلخ څخه د تښتول شوي سوداګر په اړه ويل شوي، چې خواجه صدیق صدیقي نوميږي او د تاج طلایي په نوم د یوه شرکت رییس و.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د دغه سوداګر د تښتول کیدو خبر تایید کړی او ویلي، چې د موندلو هڅې ېې روانې دي.

په وروستيو کې د کابل په ګډون د هېواد له مختلفو سيمو څخه د جنايي او نورو پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېره یوه مياشت کې ۸۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، ۱۰تنه اختطافګر‌ د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ۳۹ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د‌ خلکو په باور، د طالبانو له واکمنيدو سره که د دوی لخوا په کیدونکو جګړو او بریدونو کې د تلفاتو لړۍ دریدلې، خو د فقر او اقتصادي ناورين له کبله نورې جنایي پېښې، ځان وژنې، کورنی تاوتریخوالی او په ټوله کې وژل او د تشدد نورې بڼې دوام لري.