په زابل ولایت کښې ځیني تجارتي مرکزونه په زوره بند کړې شول
Jun 15, 2022 02:59 Asia/Kabul
طالبانو په زابل ولایت کښې د بریښنا د پيسو د نه ورکولو په وجه سلګونه تجارتي او اقتصادي مرکزونه تړلي دي
طالبانو په زابل ولایت کښې د بریښنا د پيسو د نه ورکولو په وجه سلګونه تجارتي او اقتصادي مرکزونه تړلي دي
شفقنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې په زابل ولایت کښې ځايي سرچینو ویلي دي، طالبانو د وسلې په زور هغه سلګونه پلورنځي او دکانونه بند کړل چې د بریښنا پیسې یې نه دي جمع کړې.
دغه خبر زیاتوي چې طالبانو پرون سهار په پلورنځیو سربیره په دغه ولایت کښې سوداګري مرکزونه او حتی کارګاوې هم بندې کړې.
ټیګونه