د بدخشان او بامیانو په یوشمیر خلکو مرستې وویشتل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117298-د_بدخشان_او_بامیانو_په_یوشمیر_خلکو_مرستې_وویشتل_شوې
زمونږ خبریال وايي دافغانستان په بامیانو او بدخشان ولایتونو کې پر سلګونو کورنیو روغتیایي او نغدي مرستي ووېشل شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2022 23:49 Asia/Kabul
  • د بدخشان او بامیانو په یوشمیر خلکو مرستې وویشتل شوې

زمونږ خبریال وايي دافغانستان په بامیانو او بدخشان ولایتونو کې پر سلګونو کورنیو روغتیایي او نغدي مرستي ووېشل شوې.

راپورونه وایي چې د یونیسف موسسې د بامیانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په مرسته  پر (۲۶۰) کورنیو روغتیايي بستې ووېشلې.

د باميانو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس په وینا چې باختر آژانس ته یې کړې راغلي چې په دې مرستو کې د لاس مينځلو (۲۶۰) کارتنه صابون، د روغتيايي اعلاناتو (۲۶۰۰) پوسترونه او د اوبو پاکولو (۵۲) زره  ګولۍ پر (۲۶۰) کورنيو ووېشل شوې.

 ددې تر څنګ د یونیسف ادارې پر (۳۱۱) اړمنو کورنیو هم خوراکي او روغتیايي بستي وېشلي دي.

د بامیانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد طاهر شاکر په وینا په دې مرستو کې وريجې، اوړه او د حفظ الصحې يوه بسته، د لاسونو مینځلو صابون  او د اوبو بوشکې شاملې دي.

د هغه په ​​وينا، دغه مرستې د وروستيو سېلابونو او وچکالۍ له امله پر زيانمنو شويو کورنيو وېشل شوې دي.

له بلې خوا دافغانستان په بدخشان ولایت کې هم پر لسګونو زيانمنو شويو کورنيو نغده مرسته وویشل شوه .

 د راپورنو پر بنسټ (ميشن ایسټ) مرستندوی سازمان د یاد ولايت د (درايم) ولسوالۍ په (۳)  کليو کې پر (۱۸۷) زیامنو شویو کورنيو نغده مرسته ویشلې ده .

ویل کیږي (ميشن ایسټ) مرستندویې موسسې په هرې زيانمنې شوې کورنۍ (۸) زره (۴۱۵) افغانۍ وېشلې دي.