په افغانستان کښې درمل نه ملاویږي
Jun 16, 2022 01:32 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي افغانستان همدا اوس د خوراکي شیانو او د درملو په شمول د اساسي شیانو له کمښت او د هغوې د بیو له زیاتیدا سره مخامخ دی.
د افغانستان د درملو د خرڅولو اتحادیې پرون وویل په ګمرکو کښې د زیاتو درملو بندیدل له یوې خوا د هیواد په بازارونو کښې د درملو د کمښت سبب شوي او له بلې خوا یې د دوایانو بیې هم زیاتې کړي دي.
د افغانستان د درملو د خرڅولو اتحادیه د هیواد په ګمرکو کښې د درملو د کابو دوه سوه کانټیرونو د بندیدا خبر ورکوي.
خو د درملو او د خواړو په ملي ادارې کښې د طالبانو د حکومت سرپرست عبدالباري عمري په ګمرکو کښې د دغو درملو بندول د درملو د کیفیت د نه لرلو په وجه بللي دي.
ټیګونه