په افغانستان کښې درمل نه ملاویږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117318-په_افغانستان_کښې_درمل_نه_ملاویږي
شفقنا خبري اژانس وايي افغانستان همدا اوس د خوراکي شیانو او د درملو په شمول د اساسي شیانو له کمښت او د هغوې د بیو له زیاتیدا سره مخامخ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2022 01:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې درمل نه ملاویږي

شفقنا خبري اژانس وايي افغانستان همدا اوس د خوراکي شیانو او د درملو په شمول د اساسي شیانو له کمښت او د هغوې د بیو له زیاتیدا سره مخامخ دی.

د افغانستان د درملو د خرڅولو اتحادیې پرون وویل په ګمرکو کښې د زیاتو درملو  بندیدل له یوې خوا د هیواد په بازارونو کښې د درملو د کمښت سبب شوي او له بلې خوا یې د دوایانو بیې هم زیاتې کړي دي.

د افغانستان د درملو د خرڅولو اتحادیه د  هیواد په ګمرکو کښې د درملو د کابو دوه سوه کانټیرونو د بندیدا خبر ورکوي.

خو د درملو او د خواړو په ملي ادارې کښې د طالبانو د حکومت سرپرست  عبدالباري عمري په ګمرکو کښې د دغو درملو بندول د درملو د کیفیت د نه لرلو په وجه بللي دي.