ایران په افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117370-ایران_په_افغانستان_کې_د_برېښنا_برخه_کې_پانګونې_ته_لیوالتیا_ښودلې
په کابل کې د ایران سفیر وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2022 11:27 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

په کابل کې د ایران سفیر وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي رییس ملا محمد عیسی ثاني پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

سرچینې د ایران د سفیر په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په بیلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي. امینیان زیاته کړې چې افغانستان کې د بیلا بېلو برخو ترڅنګ دا ځل ایران غواړي د برېښنا په برخه کې ځینې پروژې ولري. نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس د برېښنا په برخه کې پانګونې ته د ایران لوالتیا وستایله او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.