افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په پاملرنې باندې ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117374-افغانستان_ته_د_نړیوالې_ټولنې_په_پاملرنې_باندې_ټینګار
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان هیر نه کړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 17, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د نړیوالې ټولنې په پاملرنې باندې ټینګار

د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان هیر نه کړي.

ډیبورا لاینز د افغانستان اهمیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغه هیواد مخې ته یوازنۍ لاره د سیاسي مشارکت له لارې ترلاسه کیږي او په دې لاره کښې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو ملاتړې ده.

لاینز په عین حال کښې د افغانستان د خلکو په تیره بیا د جینکو د زده کړې په وړاندې د طالبانو د ډلې په محدودیتونو نیوکه وکړه او په دې برخه کښې د هغوي د حقوقو د خیال ساتنې غوښتونکې شوه.

که څه هم د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړې استازې د نړیوالې ټولنې لپاره د دغه هیواد په اهمیت باندې ټینګار کړی دی خو دا، په هر ډول حالاتو کښې افغانستان ته د لویدیځو ټولنو د پاملرنې معنا نه ورکوي. د دغو ټولنو له نظره افغانستان هغه وخت د لویدیځ لپاره اهمیت لري چې د دوي د ګټو په لاره کښې او د سیمه ایز قدرت په مقابل کښې اودریږي. اوس چې افغانستان په سوځیدلې ځمکې بدل شوی دی او د امریکې لپاره تش تاوان لري نو هغه یې پریښې دی او حتی د افغانستان میلیارډونه ډالره شتمني یې هم لاندې کړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه اینډریو واټکینز په دې هکله وايي: د امریکایانو د سترګو په وړاندې تیر کال په افغانستان کښې سیاسي بدلونونه رامینځته شول او دا په داسې حال کښې دي چې د دغو بدلونونو مخه نیول کیدې شوه، دا ښودنه کوي چې افغانستان د واشنګټن لپاره په پړاویزه توګه مهم دی.

حقیقت دا دی چې امریکې په افغانستان کښې د دوو لسیزو په شتون سره یوازې د کړکیچ د مدیریت سیاست اجرا کړ او په سیمه کښې د کړکیچ او ترهګرۍ د ټرانزټ په لاره کښې یې له افغانستانه د ګټه اخیستو په موخه دغه هیواد په خپل حال پریښوده او دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یقین نه کوه چې چې امریکا داسې په اسانه په یوې سوځیدلې ځمکې د افغانستان په بدلولو سره هغه پریږدي او د کړکیچ او ننګونو یو نوي پړاو ته یې ورټیل وهي. په عین حال کښې هغه په دې ټکي داده شو چې امریکا په داسې حال کښې له افغانستانه ووتله چې تندلاریتوب په خپله لوړه سطحه دی او په غیرمسئولانه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل افغانستان د بدلونونو یوې داسې نوې مرحلې ته رسوي چې امریکا به ترې په سیمه کښې د خپلو نویو پروګرامونو په لړ کښې ګټه واخلي.

د سیمې د چارو کارپوه ډاګ لوت په دې اړه وايي: روحیه، نظم، مشري او د یونټونو انسجام او تجهیزات په هر ډول جنګي چارو کښې ټاکونکی رول لري او مونږ د بهرنیو عواملو په توګه دغه شیان د افغانانو لپاره برابرولی شول خو د امریکې له کلي سیاستونو سره یې سمون نه خوړه.

په هر حال د افغانستان په وړاندې د امریکې سیاست د داعش په شان ترهګرو او تندلارو ډلو پياوړې کول دي ترڅو د ګاونډي هیوادونو په پولو کښې په ننوتو سره هغوي ته ستونزې رامینځته کړي. په هم دې وجه امریکا په دې پلمه چې طالبان د نړیوالې پيژندنې شرایط نه لري دغه هیواد یې پریښوده او نور هیوادونه هم په کښې رول لوبونې ته نه پریږدي.

په دې وجه د ترټولو ستر صلحه رامینځته کونکي نړیوال سازمان په توګه د ملګرو ملتو رول باید لازیات وي او د افغانستان د خلکو د ستونزو مطابق د دغه هیواد په بدلونونو باندې خپله اغیزه ډیره کړي.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی