د قندوز په پرونۍ چاودنه کښې ۶۰ تنه شهیدان شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117378-د_قندوز_په_پرونۍ_چاودنه_کښې_۶۰_تنه_شهیدان_شوې_دي
د قندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کښې پرون د جمعې په لمانځه کښې په شوې ترهګرې چاودنې کښې کابو سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 00:15 Asia/Kabul
  • د قندوز په پرونۍ چاودنه کښې ۶۰ تنه شهیدان شوې دي

د قندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کښې پرون د جمعې په لمانځه کښې په شوې ترهګرې چاودنې کښې کابو سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د قندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کښې پرون د جمعې په لمانځه کښې په شوې ترهګرې چاودنې کښې کابو سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پرون ماسپښین افغان سرچینو د افغانستان د شمالي ولایت قندوز په امام صاحب ولسوالۍ کښې د اهل سنت مسلمانانو په جومات کښې د چاودنې په تاییدولو سره د ۶۰ لمونځ کونکو د شهادت او د ۳۰ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.

سرچینو په عین حال کښې ویلي چې دا ابتدايي احصائیې دي او د شهیدانو د شمیر د زیاتیدو امکان شته دی.

سرچینې وايي چې چاودنه د هغه بم له امله رامینځته شوې چې د جومات په ستن کښې ایښودل شوی.

د دې پيښې پړه لا چا نه ده منلې خو د دغه شان د ډېرو مخکښنیو بریدونو مسئولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.