د کندهار د هوايي ډګر کارکوونکو په ګډه  استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117474-د_کندهار_د_هوايي_ډګر_کارکوونکو_په_ګډه_استعفا_وکړه
د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د طالبانو د حکومت له لورې د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې په ډله ایز ډول له خپلو دندو څخه استعفا وکړہ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2022 00:22 Asia/Kabul
  • د کندهار د هوايي ډګر کارکوونکو په ګډه  استعفا وکړه

د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د طالبانو د حکومت له لورې د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې په ډله ایز ډول له خپلو دندو څخه استعفا وکړہ

د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د طالبانو د حکومت له لورې د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې په ډله ایز ډول له خپلو دندو څخه استعفا وکړه.

د‌ طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مسئولينو د دوی د استعفا خبر تایید کړی، خو وايي چې د مستعفي شویو شمېر ۱۵ تنه و.

د دغه وزارت چارواکو دا هم ویلي چې مسلکي کارکوونکي په دغه هوايي ډګر کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د کندهار د هوايي ډګر مستعفي شویو کارکوونکو ویلي، چې طالبانو له ۸ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړي.

د دوی په وینا، په مستعفي شویو کې داسې کسان هم شامل دي، چې مخکې یې د کندهار په خصوصي سکتور کې دندې لرلې او د طالبانو په غوښتنه ېې په هوايي ډګر کې دندې پیل کړې وې.

طالب چارواکو دا نه دي ويلي، چې ولې ېې د دغو کارکوونکو د ۸ میاشتو معاشونه نه دي ورکړي او آیا له دې وروسته به ېې ورکړي که نه؟