چین په افغانستان کښې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه پیلوي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې غړو ویلي چې دوي چمتو دي چې په افغانستان کښې د خپلو نیمګړو پروژو د بشپړېدو چارې پیل کړي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د دواړو هېوادونو د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي بیا رغوونې د میکانیزمونو په چوکاټ کې دویمه آنلاین ناسته شوې ده.
په دې ناسته کې د چین استازو ویلي چې هېواد یې چمتو دی د طالبانو د حکومت په همکارۍ او زمینه سازۍ، په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو چارې یو واربیا پیل کړي.
په همدې حال کې په ناسته کې، له افغانستان سره د چین بشري مرستو، د ګډې سوداګرۍ پر ودې، د پانګونې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو، «د چین یو کمربند او یوې لارې» په پروژه کې د افغانستان ګډون، د افغانستان د کرهڼیزو تولیداتو په معیاري کولو او د افغانستان د حکومت د مختلفو ادارو د بشري ظرفیتلوړونې په اړه خبرې شوې دي.
ورته مهال بیا افغان لوري د چین له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې افغان سوداګرو ته دې د چین د وېزو د ورکړې لړۍ ژر پیل شي.
افغان لوري دا هم ویلي چې طالبان د بهرنۍ پانګونې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.