د غني امنیتي صلاحکار هم افغانستان ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117868-د_غني_امنیتي_صلاحکار_هم_افغانستان_ته_ستون_شو
د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، نن بېرته هېواد ته راستون شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2022 06:58 Asia/Kabul

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، نن بېرته هېواد ته راستون شو

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د هڅو په پایله کې، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، نن بېرته هېواد ته راستون شو.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په همدې حال کې د طالبانو يو چارواکی احمد الله وثیق وايي، ډاکټر عبدالله وردګ هم هېواد ته راستون شوی دی.

وثیق وايي، ډاکټر عبدالله د سرطان یا کینسر ناروغۍ متخصص ډاکټر دی او  غواړي چې په هېواد کې دننه د کنسر ناروغۍ د درملنې یو روغتیايي مرکز جوړ کړي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ له پخوانيو چارواکو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو د جمهوریت په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی محب الله فرقاني، د اوبو رسولو عمومي رییس حمیدالله یلاني او د لغمان او فراه پخوانی والي محمد آصف ننګ هم هېواد ته ستانه شول.